۱۳۸۸ تیر ۲۱, یکشنبه


افغان حکومت وايي د دغو وسله د راټولو او د ناقانونه وسله والو ډلو ټپلو د ړنگولو په موخه يې ځينې هڅې کړې دي .
افغان حکومت وايي که څه هم په دغه هېواد کې د ناقانونه وسله والو ډلو د بې وسلې کولو هڅې روانې دي، خو تراوسه پورې په اټکليزه توگه په بېلابېلو برخو کې ١٨٠٠ ناقانونه وسلې والې ډلې شتون لري .
د ډاياگ د گډې دارالانشاء چارواکي وايي د ډاياگ د پروگرام له مخې يې په دغه هېواد کې څه د پاسه ٦٠٠ ناقانونه وسلې والې ډلې ړنگې او له ٤٥ زرو ميلو زياتې بېلابېلې وسلې يې راغونډې کړې دي .
په همدې حال کې د افغانستان د کليو د پراختيا وزارت په ځينو ولايتونو کې د ډاياگ د ١٣ پرمختيايي پروژو د پلي کولو تړون له ځينو خصوصي شرکتونو سره لاسليک کړ .
افغان حکومت وايي د دغو وسله د راټولو او د ناقانونه وسله والو ډلو ټپلو د ړنگولو په موخه يې ځينې هڅې کړې دي .
په لومړي پړاو کې د (ډي . ډي . آر) پروگرام وچى په کې د نارسمي وسله والو ډلو نه د وسلو راټولول شامل ول .
د بدخشان ، تخار ، ، هرات ، فارياب ، پنجشير ، سنمگان او ننگرهار ولايتونو دلسو والسواليو اوسيدونکي به له اړينو آساتياو برخه من شي ، او ددغو پروژو له لارى به په شپږو مياشتوکې ٢٠٠ کسانو لپاره د کار زمينه برابره شي .

د کليو د پراختيا وزير احسان ضياء
په دوهم پړاو کې د ناقانونه وسله والو ډلو د ړنگولو يا ډاياگ پروگرام دی .
د ډاياگ د گډې دارالانشاء مشر عبدالعزيز احمد زى په وينا په ټول هېواد کې د ناقانونه وسلود شميرې معلومول گران کار دى، خو په بېلابېلو برخو کې په اټکليزه توگه ١٨٠٠ ناقانونه وسله والې ډلې شتون لري :
(( موږ تراوسه پورې وکولاى شول چى د ډاياگ د پروگرام له لارې ٦٤١ ناقانونه وسله والې ډلې ړنگې او ٤٥١٤٨ ميله بېلابېلې وسلې راغوڼدى کړو ، موږ چى د ډلو ټپلو او وسله والو خبره کوو نو يوه وسله واله ډله امکان لري چى په خپلو تشکيلاتو کې يوه يا دوه نورې کوچنۍ ډلې ولري . دغه هيواد ته ډيرې وسلې راغلي او کره شميره يې معلومه نده ، موږ اټکل کوو چې په بېلابېلو برخو کې ١٨٠٠ ناقانونه وسله والې ډلې شتون لري. ))
د ناقانونه وسله والو ډلو ړنگول يا د ډاياگ د پروگرام موخه داده چى د هغو کسانو لپاره د کار زمينه هم برابره کړي چى ناقانونه وسلې يې راټولوي .
په همدې موخه د افغانستان د کليو د پراختيا وزارت د ډاياگ د پرمختيايي پروژو کارونه پر مخ بيايي .
د ډاياگ پروگرام د افغانستان د نوي پيل په نامه د يو پروگرام برخه ده چې د ملگرو ملتونو د پرمختيايي پروگرام او د ځينو مرستندويو هېوادونو لکه جاپان ، کاناډا ، امريکا ، انگلستان او هالند لخوا ورسره مالي مرسته کيږي .
دغه وزارت د يو ميليونو ډالرو په ارزښت په ځينو ولايتونو کې د ډاياگ د پرمختيايي پرو ژو تړون له ځينو خصوصي شرکتونو سره لاسليک کړ .
د کليو د پراختيا وزير احسان ضياء وايي د دغو پرو ژو له لارى به په سلگونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي :
((د بدخشان ، تخار ، ، هرات ، فارياب ، پنجشير ، سنمگان او ننگرهار ولايتونو دلسو والسواليو اوسيدونکي به له اړينو آساتياو برخه من شي ، او ددغو پروژو له لارى به په شپږو مياشتوکې ٢٠٠ کسانو لپاره د کار زمينه برابره شي ، په دغو پرو ژو کې د پلونو ، د اوبو رسولو د سيستم او د روغتيايي کلنيکونو جوړول او کرنيزې پروژى شاملې دي .))
د ډاياگ پروگرام د افغانستان د نوي پيل په نامه د يو پروگرام برخه ده چې د ملگرو ملتونو د پرمختيايي پروگرام او د ځينو مرستندويو هېوادونو لکه جاپان ، کاناډا ، امريکا ، انگلستان او هالند لخوا ورسره مالي مرسته کيږي .